د AI پلې لیستونو جوړونکی
د AI پلې لیست جوړونکي په مرسته پلې لیست څنګه جوړ کړو؟
چمتو یاست چې یوازې ستاسو لپاره جوړ شوی ځانګړی پلې لیست ومومئ؟ یوازې د پلې لیستونه ټب پرانیزئ او «د AI پلې لیست» تڼۍ وټاکئ. هغه څه بیان کړئ چې لټوئ یې - ژانر، مزاج، سازونه یا نور ځانګړي تفصیلات - او AI به خپل جادو وکړي. کله چې ستاسو پلې لیست چمتو شي، یوه خبرتیا به ترلاسه کړئ، او ستاسو د اورېدو د خوند لپاره به د پلې لیستونه ټب کې ښکاره شي.
د پرامپټونو بېلګې
«یو آرام اینډي پلې لیست، له خیالي آوازونو او ساده الکترونیکي بیټونو سره، چې ستړیا مې وباسي.»
«د موټر د سفر لپاره یو مکس غواړم چې پکې پرجوش او مشهورې کنټري سندرې او خاطرې راژوندي کوونکی سافټ راک وي.»
«د امبینټ او نیو سول ټریکونو یو آرامونکی ګډون، د شپې ناوخته مطالعې لپاره.»
له بېلابېلو پرامپټونو سره تجربه وکړئ څو د سندرو هغه عالي مکس ترلاسه کړئ چې ستاسو له حال او هوا سره برابر وي. که پرانرژي ټریکونه غواړئ که آرامې او ستړیا ویستونکې نغمې، د AI پلې لیست جوړونکی به ستاسو لپاره ځانګړی انتخاب جوړ کړي او سمدستي به یې ستاسو په لاس کې کېږدي. له میوزیک خوند واخلئ!