اپ څنګه حذف کړو
د اپ لرې کول ډېر اسانه کار دی، لکه د Android د هر بل اپ حذف کول. یوازې په آیکون اوږد ټک وکړئ او «حذف» اختیار وټاکئ. همدومره اسانه!
حذف کول
تاسو کولی شئ اپ د Android د هر بل اپ په څېر حذف کړئ. یوازې په آیکون اوږد ټک وکړئ او حذف وټاکئ.
ولې اپ نشم حذف کولی؟
کله چې په وسیله کې څو کارن حسابونه وي او یو کارن اپ نصب کړي، اپ د ټولو کارنانو لپاره نصب کېږي. کله ناکله تاسو له خپل کارن څخه نشئ کولی هغه حذف یا بیا نصب کړئ، خو هغه لا هم په بل کارن کې شته.
د دې ستونزې د حل لپاره دوه لارې شته. هره یوه چې درته اسانه وي، هغه وازمویئ:
- د هغه کارن حساب ته ننوځئ او اپ حذف کړئ.
- د ټولو کارنانو لپاره یې حذف کړئ (تاسو باید اډمین کارن یاست). ترتیبات > اپونه ته لاړ شئ، اپ ومومئ او د اپ معلومات یې پرانیزئ. بیا اضافي مېنو (3 عمودي ټکي) پرانیزئ او د ټولو کارنانو لپاره حذف کول وټاکئ.